راپور: نقیب صدیقي
دولسي جرګې په ټاکنو کي له لمړنیوپایلو څخه پاته نوماندان وايي، که يې مرکزي اداره ږغ وانه وري، په مدني حرکتونو به لاس پوري کړي.
یو شمیر نوماندانو او د کندهار ولایتي شورا وکیلانو د یوه کنفرانس پر مهال یو ځل بیا پر مرکزي ادارې ږغ وکړ چي په تیرو ټاکنو کي پراخه درغلي سوې او باید مخه يې ونیول سي.
د دوی په خبره هغه شکایتونه چي د ټاکنو اړوند شکایاتو کمېسیون ثبت کړي، تر اوسه يې یوه شکایت ته هم رسیدګي نده کړې.
بلخوا یو شمیر ولسي خلګ هم د ټاکنو د مرکزي ادارې له لمړیو پایلو خوښ ندي او زیاتوي چي مسؤلینو دي د کندهار څخه ولسي جرګې ته هغه نوماندان وټاکي چي زیاتي رايي يې وړي دي.
د کندهار د شکایاتو کمېسیون تر دې وړاندي ویلي ووچي د ټاکنو اړوند يې نژدې ۴۵۰ شکایتونه ثبت کړي او درې نوماندان يې د درغلیو په تور څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.
وموغوښتل چي پدې اړه د شکایاتو کمېسیون نظر هم واخلو خو د دغه کمیسیون مسوولینو له خبرو کولو څخه ډډه کول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون